د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي نظیر احمد انګار شعرونه

دوصال شپه

څومره خوږه لکه دشاتو گبین

  خلکه له یاره سره شپه د وصال

خو زه یې خیال کي شپې رڼې تیروم

   کله رښتیا به شي شېبه د وصال

زخمونه ټول به مي دزړه ټکور شي

که را په برخه شوه تحفه د وصال

لا خو کړیږم د بیلتون تیاروکي

  کله به  بله  شي  ډیوه د وصال

پوښتم د هجر له کاروانه ځیني

   را به   شیي کله  قافله د وصال

نسیمه   تاته   ننوا تي  درځم

 راوله ما باندي  وږمه د وصال

ساقې دوستي ته به د شا کړمه زه

که شوه راخلاصه میخانه دوصال

نو بیابه د میوجام ته لاس ورنوړم

 که یوځل نوش مي کړه پېاله د وصال

انگاره ستونی مي له تندي وچ شو

  کله   به  ماته  شي  روژه  د و صال

  نظیراحمد انګار _  مونشن جرمنی

٢٠_١_٢٠٠١

د شاعر نور شعرونه ←