د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي نذیر احمد نذیر شعرونه

غريبي د دوخونو سمبول

او غريبي د دوزخونو سمبول
له يخو يخه او له ګرمو ګرمه
د د ډول، ډول عذابونو چينه
او د غمونو او دردونو بلاربه مور چې ورځ كې سل زره بچي زېږوي

او غريبي ده بهانه د څو شتمنو خلكو
چې د غريب وينې لښتيو كې روانې كاندي
ژرندې پرې وګرځي او دل كړي د بې وسو غړي

او غريبي ده جوړونكې د څو داسې زخمو
چې د يو بل له غوښو جوړې پترۍ نه وي پرې نو نه جوړيږي
نو ټول لګيا دي يو له  بله څخه غوښې شكوي
څو چې زخمونو ته پټۍ پيدا كړي
او غريبي ختمه كړي

خو غريبي د دوزخونو سمبول
دومره ژر كله ختمېدل غواړي
پته ترې لګي د اصلي دوزخو
ان تر قيامته پايدل غواړي

د شاعر نور شعرونه ←