د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي نذیر احمد نذیر شعرونه

سودا

زمانې ته دویم شعر

ستا یادونه په سر ایږدي راته ناست دي
مابه کله خوب ته پرېږدي راته ناست دي
په زخمونو باندې مالګې راته پاشي
زړه مې سوی کړي زړه مې رېږدې راته ناست دي

خوب کې وینم راسره وې خوشحالي وي
ته مې بیا زړه کې دېره وې خوشحالي وي
اوږد مزل وي، د یوه شنې سیمه په هڅه 
د خوښۍ په اس سپره وې خوشحالي وي
یوه شنه دره کې موږه دواړه تم شو
ته مې غېږه کې خوره وې خوشحالي وي
زه د تا د ارمانونو لوی ارمان وم
ته زما د ژوند اسره وې خوشحالي وي 

دروغجنه خوبه ولې رښتیا نه شوې
ویښیدو سره مې لاړې زما نه شوې
په زخمونو خو مې مالګې دوړوه مه !
که د  خوږ زړګي زخمو ته دوا نشوې

څه بې نوره شان سبا شي چې ته نه وې
زما څه که شپه رڼا شی چې ته نه وې
اوس هم غږ درپسې وکړم بې اختیاره
غریو مې نیسي ژړا راشي چې ته نه وې
د کور لوښي مې خواره لکه افکار مې
دا به غونډ وایه په چا شي چې ته نه وې
ستا د لاس نښې پرې پاتي دي او خوري مې
اوس هر څه راته بلا شي چې ته نه وې

ستا اواز نه وي چې ویښ مې کړي له خوبه
غم مې ویښ کړي له خوبو د زلمیتوبه
اوس وتلی د هوښیارو له کتار یم
اوس مې پوښته د زمان له لیونتوبه

چې روان وم ټوله لار راته یادېږې
ان له کور ځنې تر ښار راته یادېږې
د دفتر په دیوالو کې راته ښکارې
چې کومه هر یو کار  راته یادېږې
ستا د زنګ او د مسېج په تمه تمه
ټوله ورځ وم انتظار راته یادېږي
خدایزده ولې مې دا خیال وي چې ته کور یې
کړمه زښته ډېر تلوار راته یادېږې

خو تړلی د کور ور وي او ته نه وې
ورځ وي تیره ماذیګر وي او ته نه وې
په خیرن کټ باندې شړانګې وړانګې پرېوځم
ستا سودا او زما سر وي او ته نه وې

ستا یادونه په سر ایږدي راته کښیني
مابه کله خوب ته پرېږدي راته کښیني
په زخمونو باندې مالګې راته پاشي
زړه مې سوی کړي زړه مې رېږدې راته کښیني
نو
زمانې مې هېره نه کړې را یادېږې
له پخوا څخه مې اوس خورا یادېږې
ستا د سلو رګو یوه رګ کې تیریږي؟
چې به  پرلپسې ته د چا یادېږې

ستا خو فکر دی چې وخت په تېرېدو دی
ستا له یاده یو څوک ورو په هېرېدو دی
ستا د ناز او نیاز بده وچکالي ده
ستا د لاس نښه یو ګل په وچیدو دی

د شاعر نور شعرونه ←