د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي نذیر احمد نذیر شعرونه

زوی

تــــــا نـــــــه زېږېدلــــــى يـــــم، د تــــا په شيدو لوى ومه
مــــا مګر تــــه هـــېـــــره کړې، خو ستا هماغه زوى ومه
 
 
لوى شوم د اولاد څښتن شوم، ته مې مورې پرېښودې
ستا د مرستې نه شوم، زه د نــــــورو مرســـتـندوى ومه
 
 
هره رشته، هــــــر تړاو مې ځار له څو پيسو نه کــــــــــړل
حرص وو د حلال او د حـــرام پـــه جـــــســـتـــــجوى ومه
 
 
تـــــه د نـــــس پـــــه ســـــر د دفـــتـــري ښـځو مزدوره وې
تــــا تـــــه شــــرمـــنــــده يــــم زه پـــــه دې خبره پوى ومه
 
 
راغلم درته شل او شوټ، تا بيا په غــــــېــــږ کې ونيوم
ټولې دنيا پرېښودم ستا بيا هــــمــــــاغــــه زوى ومــــه.
د شاعر نور شعرونه ←