افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
بېسواده
ســــــتا لــــياقــت نه لـــرم، ګرانې بـېـســواده يـمـــــه
زه د رقــــــيـــــب پـــه وړانــــدي پـــاتې له جهاده يمه
زمــا ښايست، قوت زما سره کومــک نه شي کړاى
ځــکـــــه بې برخې ستا د حسن له هــــر داده يــــمــــه
زما پـــه رګ رګ کې بـــهــېــږي، لــــکه ويـنـه مـيـنه
بــــيــــا هــــم د خـــلــکو پـه نـظـر ډک لـه فـساده يمه
د مـور مې زړه راباندې سوځي ارزښت نه راکـــوي
کــه هـر څــو زه يـې هـم لـه ډلـې د اولاده يــــــمـــــــــه
خدای تــه بنده له هر څه ګران وې نې هېرېږي خو زه
احساسوم چــــې د خــــداى هـــم وتـــــى له ياده يمه.