افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
په خيال کې راته ګرزي چې يوجشن په خيبرکې
بل جوړکړو ټکسلا کې اوبل جشن په با ختر کې
چښتن ته به لاس لپه کړوچې بېل زړونه پيوند کړو
د لوې وطن نېشه مې شا مدام ګرزي په سرکې
د سوات اود پغما ن ځوانان چې غا ړه شي يوبل ته
مېلې وي ګڼه ګوڼه وي اونا سته په اختر کې
همدا مې ستر ارما ن دی له امونه تراټکه
چې اوړی په کا بل اوژمی تېر کړوپېښور کې
دانه دانه پېکي چې شي ګلونوبا ندې ښکلي
د سوا ت رنګينې پېغلې چې ټال وا چوي اخترکې
اغيا ررا پورې خا ندي سنګرواله ليونی شوې
چې نا ست يې په لند ن ا وډ زې کاندې په سنګرکې
5/1/2019
لندن