د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي صدیق ننګ شعرونه

غزل

ددين په نوم قتال بلا،بلاوې نارواوې

خدای ته به ور وړي پاکې ارواوې نارواوې

 

طالب چڼي ملا نه د مظلوم پوښتنه کېږي

نو ته به څه کوې چې يې پاچاوې نارواوې

 

دغبن په پیسو حج نه قبلېږي غره نه شې

ثواب دې عبث بوله هم خرماوې نارواوې

 

وحشت،دهشت،ناورين مو د وطن په مرئ غلی

په هر لوري قتلونه هرې خوا وې نارواوې

 

چپه،چپه نادودې طالب وکړې په ولس خپل

چپه،چپه مېچنې نارواوې،نارواوې

 

قسمت به وي همدا که مو پخپله په ځان کړي

چې وار زمونږه راشي،شي رواوې نارواوې

 

منم چې مو ګلبڼ په پردي جنګ کې لو لپه شو

ماشی باندې چې ګوتې زماوستاوې نارواوې

 

ابليس زموږ په باب پنجاب ته نوې فتوا ورکړه

ګونا کې دی ثواب وکړئ ګوناوې نارواوې

 

دخدای په پار را ټول شئ افغانانو وخت د ننګ دی

وطن باندې رواني دي سوداوې نارواوې

.

صديق ننګ دجولای لومړئ نيټه 2021م کال

سورګن فري ډنمارک

د شاعر نور شعرونه ←