د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي صدیق ننګ شعرونه

غزل

  

ته اسماني نغمه يې ته لاهــــــوتــــــي تال غوندې يې
ته تغزل ته ترنم ته لـــــکه خـــــــيال غـــــونـــــــدې يې

ته دمين زړګي ارمان تـــــه يــــــــــــــــې دمينې معراج
ته د خوږو ډکه شـــــېبه تــــــه د وصـــــــال غونډې يې

ســــتا په رنګيــــنو پــــلوشــــو کــــــې زنګوم خيالونه
ستا تـــــنابــــونــه نــــــيسم ته دبوډئ ټال غوندې يې

چې ستا تابلو يې کړه تکميل بیا يې وا نه خيست قلم
تـــه داحسن الخــالقــــين کـــامـــــل کمال غوندې يې

ته دجـــــنت وږمــــه يــــــې تـــه يـــې قـــافله دمشکو
ته په عدن کې د ختن ورېښمین شـــــــمال غوندې يې

زمان بــــــدلېـــــږي دا مــــــنم خـــو میـــــنه نه بدلېږي
ته مې ماضي ته مستقبل تـــــه مـې دحال غوندې يې

تــــــــا ښکلوم تابــــويـــــــوم او تا پــــــه سترګو موښم
ته دمحـــــبوبــــــــې دلاس نښه جوړ رومال غوندې يې

بـــې تــــا د ننګ په سترګو ټــــــوله نــــــــــړۍ تپه تياره
ته مې بصر ته مې نظر ته مې مشال غـــــونـــــدې يې

جولای2020
صديق ننګ لونګبي ډنمارک
د شاعر نور شعرونه ←