افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
کرونا يې پيلامه ده
جوړه بيا ستره غوغا ده
لنګه بيا توره بلا ده
ذهنيتونه جوړول دي
ستر ناورين ته پرووا ده
جهان بيايولوی زندان دی
اسيربيا پکې انسان دی
نه څه لاره څه ګودرشته
غريب ځان پورې حيران دی
ددجال دلورواده دی
دايبليس زوی ته ودېږي
بس پېريان دي او ديوان دي
نڅاګاني کړي ګډېږي
انسانان قرباني کېږي
ددې ستر ناورين لپاره
بېړه وکړی را روان دی
هرساعت لنډوي لاره
بيا وحشت لېونی شوی
بيا د ظلم انتها ده
دمظلوم وينې بهېږي
هرې خوا ته انګولا ده
بحر وبر يې دی لړلی
او انسان يې مسبب دی
آدمزاد دحرص له لاسه
طبيعت نور په غضب دی
طلاخورخوګ(۱) وحشي کېږي
کارل مارکس (۲)ويل پړسېږي
تنفس به يې خوراک وي
جهان خوري خو نه مړېږي
وړه کي به غټه کي خوري
غټه کي به بيا غټان خوري
څوخوګان به دا ميدان خوري
په شريکه به جهان خوري
خو بيا هم نه قانع کېږي
بيا به خپلوکې ورانیږي
يا به بل خوري يا به ځان خوري
بيا به خپلوکې جنګېږي
څوک به ورک څوک به آ باد شي
ځينې ځينې به برباد شي
ملتونه به ازاد شي
ولسونه به پرې ښاد شي
لږ به کم ډېرظالمان شي
لږ هوسا به مظلومان شي
څو قطبي به دا جهان شي
او ارام به لږ انسان شي.
۱ طلا خورخوګ سرمايه
۲ کارل مارکس الماني فيلسوف ۱۸۱۸ ۱۸۶۳
مارچ2020 لونګبي ډنمارک