افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
نظم
په شته قوت کې ولې ځان ګڼې بې وسه
را پورته شه ولسه
خلاصون ملي قيام دی
چې بیسواده يې جنرال شي
او لواطي پکې مارشال شي
نو د عسکر به يې څه حال شي
تمه د خير نوره ونکړې له ناکسه
را پورته شه ولسه
خلاصون ملي قيام دی
يو خوا طالب اوتور پنجاب دی
بل خليلزاد خانه خراب دی
نيم دولت هم په نشت حساب دی
کرزی هم ګوره امامت کړي بې اودسه
را پورته شه ولسه
خلاصون ملي قيام دی
دښمن ښکاره،ښکاره يې پته
اوس په خره ږدي ديابو کته
دداعيش تېره کړم عورته
ښه يم خبر چې ټول راځي له کوم آدرسه
را پورته شه ولسه
خلاصون ملي قيام دی
بس يو نومونه دي بدلېږي
يو بيرغ ټيټ بل به لوړېږي
اوس پر دې هر سړی پوهېږي
وينې به توی شي له پخوا نه يوپه لسه
را پورته شه ولسه
خلاصون ملي قيام دی.
دمی مياشت 2020م کال
لونګبي ډنمارک