افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
نه په شا تلې شمه او نه مخكې مزل پا تې دى
الوداع ژ ونده ، گوره اوس خويو اجل پا تې دى
هسې ويجاړ شو چې ېې خاوره په بل مخ واوښته
هغه نر څوك دى چې ېې خپل كلي كې پل پا تې دى ؟
اوس نجونې نشته ، ادا گانې ، نخرې نشته پكې
اوس آور او وينې دغزل بيت الغزل پاتې دى
په دا وطن كې تر هغې سوله راتللې نه شي
چې نه تو پير تر څو دمل او څو د غل پا تې دى
يو قام لگيا دى پردي جنگ ته جو ړوي لښكرې
خو د خپل ځان د جوړولو كار كې شل پا تې دى
مور ېې يو نښه يو تصوير زړه پورى ټينگ نيولى
اوربل ېې خاورې خوري او ټيك ئې د اوربل پاتې دى
د يوه قبر نه شغلې پورته كيدې چاويل
شهيد مړمه بولې دزړه چراغ ېې بل پاتې دى
ننگ چې په سپينه ږيره كړي دتورو زلفو كيسې
غريب لا جو ړ نه دى دماغ كې ېې خلل پاتې دى
٢٣ دسمبر ٢٠١٥ كو پنها گن دنمارك