د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي صدیق ننګ شعرونه

غزل

ثاني جنت کې اوسیدلم خوزه نه پوهیدم

دیار مالت کې اوسیدلم خوزه نه پوهیدم

بې تاج و تخته شهریار ؤم بې پرواګرزیدم

د عشق دولت کې اوسیدلم خو زه نه پوهیدم

نه مې سزا د عمر قید نه مې بیلتون پیژنده

ستا محبت کې اوسیدلم خو زه نه پوهیدم

وړکی ماشوم وم چې به پلار سره جومات ته تلمه

دخدای رحمت کې اوسیدلم خوزه نه پوهیدم

دزړه سلګۍ مې خولې ته راغلې چې له تا بیلیدم

د مرګ ساعت کې اوسیدلم خوزه نه پوهیدم

زړګې مې چور لکه کابل شو د پنجاب په فتوا

په غنیمت کې اوسیدلم خو زه نه پوهیدم

زه ئې په خیال کې ددیرو وم هدیرو ته لاړم

چې کوم زیارت کې اوسیدلم خو زه نه پوهیدم

چې مې پیغور د یار د مینې افتخار ګڼلو

ښه په عزت کې اوسیدلم خوزه نه پوهیدم

دار مې په غاړه ګرزوه په سجدو، روږ نه وم

تل بغاوت کې اوسیدلم خوزه نه پوهیدم

ماوې دوزخ به وي همدا چې عذابونه دي ډېر

ننګ په هجرت کې اوسیدلم خوزه نه پوهیدم

2006/12/12

د شاعر نور شعرونه ←