د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي صدیق ننګ شعرونه

غزل

مخ را څرګـــــــند کړه په ارمان مې تیارې مه خوروه

زلـــــفې کـــــړه ټولې په ایمان مې تیارې مه خوروه

راځه د مینې عــــــــبادت وکــــــــړو د قـــــدر شپه ده

په دامومن زړه مسلمان مې تیارې مــــــــه خــــوروه

خیال د دلبر مې بیا میلمه دی دزړه تخت پـــــاکــوم

غمه بهر شه په سلطان مـــــــــې تیــــــارې مه خوروه

مینې رڼې تڼۍ د اوښکو مې ښــــــــې وبـــــریــــښوه

په داریښې ریښې ګریوان مې تیارې مـــــه خـــوروه

موسم د مني دی پخیږي دزعـــــــفرانــــــــــو فـــصل

په ژړ ز بېښلي رنګ خزان مې تیارې مه خــــــــوروه

شپه ترینه وړي بیا د نــــــــایـــابـو مرغلرو امــــــــیل

خدایه په سیمه د جانان مې تیــــــــارې مـــــه خوروه

باورمې کیږي رقیبان دي چې غـــــوریـــــــــږي بـــهر

نه ، غږ د سپودي په ګومان مې تیارې مه خـــــوروه

ننګ د ماضي د پاڼو ویاړیم ګوره ورک خو نـــه یـــم

حال مې رڼا کړه په دوران مې تیارې مــــــه خــــوروه

د اکتوبر میاشت  2006

د نمار ک

د شاعر نور شعرونه ←