د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي صدیق ننګ شعرونه

غزل

سپېڅلی شــــــان میــــــــن یـــــم  بسم اله کوم په مینه

دمینې مقتدي یم  اقتدا کـــــــــوم پـــــــــــه میـــــــــــنه

په دین دمحبت کې خدای راکړي ثـــــــــــوابـــــــونـــــه

چې تل په لا اله پسې لیلا کـــــــــوم پــــــــــه میــــــــنه

دعشق دنیا دسرپه سترګو نه شي څوک لیــــــدلـــــی

دزړه په سترګو سیر ددې دنیا کوم پــــــه میــــــــــــــنه

شوګیر مې عبادت شو  که عادت دی نه پــــو هــــیږم

په نیمو شپو دیار دسر دعــــــا کـــــوم پـــــــه میـــــــنه

اثر دښاپیریو لیونی کــــــــــــــړمـــــــــه یـــــــــــارانـــــو

دښکلو نه چې تمه دوفا کــــــــوم  پـــــــــه میــــــــــــــنه

سپوږمۍ په مخ دې ښه ورځه په مخه دې ګـــــــــلونـه

چې نن بیګا دیار دشونډو غلا کـــــــــــوم پـــــــه مینه

معلومه راته ښه شوه له حیا خـــــــــوله خـــــوله شـــي

خوږه خوله چې له یاره تقاضا کــــــوم پــــــــه میـــــــنه

په ډک محفل کې یار په غیږ  کې نیسم نه ویــــریــــږم

دا کار لکه  خوشحال ښه برالا کــــــــوم پـــــــــه میـــنه

کتل چې ښکلې مخ ته زاهدان ګـــــــــــڼي  ګـــــــــــــناه

داټول عذاب زما شه  داګــــــــناه کــــــــــــــوم  په مینه

هوښیار کلی دې ژاړي زه خو ځم دغرو ســـــــــــروتـــه

دمینې لیونو سره خندا کـــــــــــوم پــــــــــه میــــــــــــنه

باور ئې په وعده نشته  خوبیا یو ځــــــــل ورځمـــــــــه

دا دروغ معلومومه دا رښتیا کوم  په مــــــــــــــــــــینه

جنت کې ئې ویالې شته زه په یو کنډولي ګـــرم شوم

دا سوال  اوس له قاضي، شیخ اوملا کوم پـــــه مینه

 نورڅه غواړې سپرلیه  دجانان دمخ پــــه بــــــڼ کــــې

راغلې یم طواف  بیا دښکــــــــــلا کــــــوم په مــــــــینه

اظهار دمینې ننګ ښکاري زمونږه پــــــــښتــــــنو ته

دارســــــــم مــــــــاتــــومــــــه ، داغــــوغا کوم په مینه

۲۶  /  ۸ /  ۲۰۰۶ دنمارک

د شاعر نور شعرونه ←