د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي صدیق ننګ شعرونه

غزل

یــــــو مـــــست شانې زلمی وم خو هجران کړم لیونی

په مـــــــینه مـــــــینه خپـــــل قـــاتــل دځان کړم لیونی

په تش کتو چې وړي رانه پـــــــښتو اوایــــــمان دواړه

دوه تورو تورو سترګو دجـــــــانـــــــان کړم لیـــــونـــی

سور ټیک يې په وربل لکه په توره شـپه کې ستوری

شغلو یې لا په سپین مخ دپيزوان کــــــــړم لــــیونـــی

سرتوره چې پښتو لیلا  ژړیږي اوزه خــــــــــانــــــــــدم

ښېرو دکوم مجنون څېرې ګریوان کړم لیـــــــــــونــــی

اثر دښاپیرو راباندې پــــــــروت لـــــــــه پخـــــوانــــــه

ښکلا لا دګرُجۍپیغلې حیران کړم لــــــــــیونــــــــــــی

یوخوار غریب ملت وم رهبــــــرانــــــــوکـړم پیـــــــمال

کعبه کې قسمونو په قران کــــــــــــړم لیــــــــــــونــــــی

ژیړ ګل  ددا‌ؤدي یم پــــاڼې پــــــــاڼې رژیــــــــــدلــــــې

بهار کې  مې هم خپل قسمت خــــــزان کــــړم لــــیونی

مضبوط  ئې یم  تړلی دغــــمونــــــــو پـــــــه زنــځیــــر

تیارو کې دخپل تور نصیب زندان کــــــــړم لیـــــونـی

بدل ددعاګــــــــانــــو ئې راکړی دی څـــــــــوچـــــــــنده

ړانده آسمان دکـــــــاڼــــــــو پــــــــه بــــاران کړم لیونی

دسرو زرو زینونه ئې په لوټ کــــــــې دي مـــونــدلي

راغلی عجیبه دخرو دوران کــــــــــــړم لـــــــــــیونــــــی

یو ، یو مې دزور نه ‌ؤ « ننګ » مـــــې هر یو څملولی

چې ټول شو راته یو بې ننګ جهان کـــــــړم لـــــــیونی

دنمارک ۲۰۰۶

د شاعر نور شعرونه ←