د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي صدیق ننګ شعرونه

غزل

پــــه ګـــــران وطـــن مــې بل دي سره اورونه لروبر

سو زیــــږي پـــــه لمبــــو سمـــــسور باغونه لرو بر

ډیر زړونه ډک دمینې په ارمـــــان خــاورو ته لاړل

تل خوري داسپېره خاوره ارمــــــــانــــــــونــه لروبر

دزړه للمه مې بـــــــیا دکــــــــــربــــلا لمــــبو وهـلې

نازل پرې کړه اسمـــــــانـــــه بــــــــارانـــونـــه لـروبر

یوه لیوني بل ته وې  دا خلک ټول لـــــیونـــــي دي

چې وران ئې کړل په خپل لاس خپل کورونه لروبر

کوترې په ټوپک ولي هـــــوســــــــۍ په توغندیو

شه مات دصیادانو غــــــبر ګ لاســــــونــــه لرو بر

دزور دیمو کراسي تـــــــــه دفـــــاشیـــزم بلا واوړه

تړلي ئې لـــــــه ژبـــې ولســــــونـــــــه لـــــروبــــــــــر

آزل مـــــــــې دغیــــــرت نښې ښودلې دي جهان ته

په « ننګ » مې شاهدان  دي  اوچت غرونه لروبر

دنمارک  ۲۰۰۶

د شاعر نور شعرونه ←