د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي صدیق ننګ شعرونه

غزل

ستــــا خوږې خولګۍ ته مې ډیر زړه کیږي

پـــریــــږده چې دې ښکل کړم ګلې څه کیږي

هر څـــــه کـــــه تـــــوبــــه د یـــــارانــــې کــوم

خولې ته مې راځي خو پـــه زړه نــه کـــــیږي

راغـــــلل نــــابــــللي په زور کــــــلي کــــــړي

غله د شپې دورځــــې میـــــــلمانـــه کیــــږي

نوم مې دوصال په بــــــــرخـــه لیـــک نــــه ؤ

هسې مې ګیله د بیــــــلتــــــانــــــــه کیـــــږي

پټ مې کړه لږ تود مې کړه چې ریــــږدمــــه

ستا له غیږې لرې مې ســــــاړه کـــــــــــــیږي

شپه د مین تېره شو ګیــــــــرو کــــــــې شــي

خوب یې تل د غم په زنـــــــګا نـــــه کــــیږي

ریږدي مې ماشومــــــــه تمــــــــنا لــــــــه ډار

ستا باڼه چي تــــــــا کــــــــاږه واږه کیــــــــږي

عشق د غم ګړنګ ته ور ګـــــزار کــــــــړمــــه

اوس مې ترې نه تله او نه راتـــــــله کیـــــږي

بیا رقیب اشنا ته ور په یـــــــاد کـــــــړمــــــه

خوښ یم چې غیبت راپسې ښـــــه کیـــــــږي

ویښ چـــــــې د تــــاریـــــــخ پــه زلزلونه شو

ننګ باندې کیسې د پښــــــــتانـــه کـــــیږي

جون ۲۰۰۶ ډنمارک

د شاعر نور شعرونه ←