د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي صدیق ننګ شعرونه

غزل

ځواني لاړې زه دې پریښودم یوازې

شوخې شنګې در سره لاړې طنازې

چې بهار د ځوانۍ تیرشو تمه مکړه

په خزان کې باغ ته نه راځي ګلبازې

عاشق وژنې درقیب په نازولو

خدایه مکړې معشوقې د چا سګبازې

دوړې نه خولګۍ مه غواړه چې وائې

دابا خوله کې دې وکړمه میتیازې

رب د ټول کایناتو پکې ځـای شو

عشقه ته مې د کمکي زړګي اعجازئې

شرافت نه ئې اوس شر او افت اوري

زمانې نوې فتنې کړې را اغازې

په ساده مړاوؤ کتلو ئې مین شوم

زه ساده وم که دیار سترګې چلبازې

منم شته بدرۍ جمالې خـوپه حـــسن

پښتنې په ټول جهان کې دي ممتازې

اول شرط تیریدل بویه له سـره

په میدان د محبت کې که سرباز ئې

چې پرې کیږ دي رنګا رنګ ښکلي ګلونه

دبوډۍ ټال شي په مخ زلفې درازې

دوصال په شپه جانان بیا مرورشو

ماته خپلې ګیلې بیا شولې غمازې

ننګ ته زوړ مه وایه زړه ئې لا زلمی دی

د هوس څانګې ئې تاندې دي ښیرازې

نومبر ۲۰۰۶

د شاعر نور شعرونه ←