د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي صدیق ننګ شعرونه

غزل

دزړه وطــــــــن کــــــــې مــــــې خنــــــــــدا ویـــــــــده ده

د ازادۍ پـــــــــــکـــــــــــې لیــــــــلې ویـــــــــــــــــــده ده

 

اوښـــکــــــې مـــې وچــــــې شــــوې لـــــه ډیـــــرې ژړا

د هـــلمـــند سیــــــن کــــــې اوس بیـــد یـــا ویــــده ده

 

پـــــــــه ســـرو لـــمـــبو بــه « دل راام » څـــه وکـــــړي

چــــــې لـــو لــپــه پــکـــې « بــــــکـــــــوا»ویــــــده ده

 

د «ګــــــــــلٍ ســـــرخ « پــــه زړه داغــــــوانـــــه وایـــې

دشـــــت لـــیـــلې» کــــې کـــر بـــــلا ویـــــــــــــده ده »

 

سپــــیــن غـــــره وشـــــــړه داتـــــــــــورې تــــــــیـــــارې

پــــه نـــنګـــــرهار کــــــــــــــې دې رڼــــــــاویــــــــــده ده

 

داتـــــــــــــفاق اواز یــــــــــې پــــــــورتـــــه نــشــــــــــــو

ډولـــــونـــــــه مـــــــــات دي کـــه پـــکتـــیا ویـــــده ده

 

د للــــــــمـــې فصــــــل شــــــو ژیـــــړیــــــــــږې  وطــــن

پـــــاس پـــه اسمــــان کـــې چــــې بریـــښنــــا ویده ده

 

قربـــــاني مــــــــوږ ورکــــــــوو واک نــــــور چـــلــــوي

ویــــنـــو کـــې ډوبـــه پښـــــتــــونــــخــــــوا ویــــده ده

 

خـــــــدایــــــــــــه راویـــــښ په دې دنیــا کړې پښتون

ستـــــا پـــه دنیــــا کــــې مــــې دنـــــیــــا ویــــــــــده ده

 

د ننــــــګ نــه مـــــه غـــــــواړئ ژونــــد ۍ تــــــرانـــــې

پــــــــــه مـــــړو رګـــونــو کـــې مـــې ســـا ویــــــــده ده

دنمارک ۱۲/ ۳ /۲۰۰۳

د شاعر نور شعرونه ←