د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي صدیق ننګ شعرونه

غزل

خــــیــــــــال سپرلې شه لږ په سیمه زما خوارو خانده

زړګـــــیـــــــه ګــــــــل شه په سپیرو څڼو د یارو خانده

 

که په ماښام بــــــانــــــــــــــدې مې شمې ځوانې وژړل

پــــــیـــــرې لــــــــــــــږ وغوړیږه ته مې په سها وخانده

 

څـــــــــــو شیــــبې وروسته به دحق دیدارته ورسیږې

منصور زړګــــــیـــــــه پــــه خندا ورځه په دارو خانده

 

د پــــــــــر هـــــــرونـــــــو پــــــروا مکوه پښتون زړګیه

پــــــــه پـــــټـــــــه ژاړه خـو په مخکې د اغیار وخانده

 

د خـــــــو شحـــــــــال یاد تازه کوم له چا نه نه وریریږم

ما چې په ډک محفل کې ښکل کړې ته په جارو خانده

 

چــــــې باج کې غواړې پیغلې هیلې او زلمې سرونه

لا لــــــــــیـــــــه سرورځنې غوڅ کړه په ښامارو خانده

 

هــــــــــر ه لـــحځه ئې د پردیس ژوندون په زهرو ډکه

که ژړا ( ننګ ) بولې په حال د ( بیکسیار ) وخانده ( ۱ )

 تکړه او ځوان شاعر عبدالما لک بیکسیار

۱۸  / ۹ / ۲۰۰۴

د شاعر نور شعرونه ←