د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي صدیق ننګ شعرونه

غزل

په دوه ژرندو کی تل دی ځکه ژاړي زموږکلــــــــــــی

ډاکو پکې اتل دی ځکه ژاړي زمـــــــــوږ کلـــــــــــــی

کاروان یې دساروان سره په بــــــــډه دی وهـــلـــــــــی

داڅه بې حیــا غـــــــــل دی ځکه ژاړي زموږ کلــــــــی

دلـــــــــوټ مسابـــــقـــــــه کې یې اول مقام ګټلــــــــی

خدمت ته ولې شل دی ځکه ژاړي زمـــــوږ کلـــــــــی

ملادی که ملک دی پوچ غوزان دي چا ورکـــــــــړي

چې کار ئې چل و ول دی ځکه ژاړي زموږ کلـــــــــــی

آخته په هر افت و راشـــه وګـــــــــــــــوره داځـــــــــــــل

دیره پکې اجل دی ځکه ژاړي زمـــــــــوږ کلـــــــــــــی

پیغلوټو ماشومانو ئې خندا لیدلــــــــې نــــــــــــه ده

دغم پکې غوبل دی ځکه ژاړي زمــــــــــوږ کلـــــــــی

کـــنـــــډر چې شي دیوال ، دهر چالار ورته پیداشي

کنډر مې ټول بورجل دی ځکه جاړي زموږ کلـــــــــی

خندا دې چیرې نه زده ای د« ننګ » قلمه مات شی

دغم دې هر غزل دی  څکه ژاړي  زموږ کلی

داکتوبر اومه  2004

دنمارک

د شاعر نور شعرونه ←