د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي صدیق ننګ شعرونه

غزل

که هرڅه ګورم په جهان نه لري سیـــــــــــــــال ښـــــاپــــیـــــــــرۍ

له عقله بــــره ډیره بـــــــره ده دخیـــــــــــال ښــــــــــــــاپــــــــیـــــــــرۍ

که دفکرونو سر دعقل په اســــــــــــمـــــــــان  ولـــــــــــګــــــــــــــي

دخیال پښو ته رسیده يې دي محال ښــــــــــــــاپــــــــــیـــــــــــرۍ

ځواني او حُسن  ته زوال شته راځه میـــــنـــــــــــه وکـــــــــــــــړو

یو محبت دی چې هیڅ نه لري زوال ښـــــــــــــاپـــــــــــــیـــــــــرۍ

لکه چې و هغسې ستادی زمــــــــــــــازړه خـــــــــــــونــــــــــه دی

نظرلره کله نا کله  په خپل مـــــــــــــــال ښــــــــــــاپــــــــــیـــــــــــرۍ

ډیر اوبو وړي شټیدل لکــــــــــه ماهــــــــــــي بـــــــــــې اوبــــــــــو

چې و بندي ستا دمشکي  وربل په جال ښــــاپـــــــــــــــیـــــــرۍ

بیلتون هم ښه  دی کله کله مینـــــــــه ښـــــــــــــه پـــــــــخــــــــــوي

دجانان قدرکموي مدام وصــــــــــــال ښــــــــــاپــــــــــــیـــــــــــرۍ

خدای په خپل قلم کړه جوړه بیا ئې پــــــریښـــــــود قــــــلــــــــم

ښکلی مثال دی  دقدرت ، دبې مثال ښــــــــــاپــــــــــــیــــــــــرۍ

داپلوشې دلمر خورې شوې دافـــــق پـــــــــــه وریــــــــــځــــــــــو

کخ محبوبا دی مخ پټ کړی په سور شـــال ښــــــاپـــــــیـــــرۍ

ستا په درشل کې پروت بې هوښه اثري غونـــــــدی شــــــــــو

« ننګ » دی وهلی دکاږه  وربل شمال ښــــــــاپــــــــــیـــــــــــرۍ

نومبر 2005

دنمارک 

د شاعر نور شعرونه ←