د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي صدیق ننګ شعرونه

نوح ( ع ) ته

چاویل چې کربلا  کې اویا تنه شهیدان شول

ماوې وګوره وطن ته میلیونونه شهیدان شول

هلته یو ظالم باچاو

هلته تنده وه کرمي وه

خوزما په کور کې ګوره

هم جګړه هـــــم وچکالــــــــي  ده

دغنمـــــــــو قــــیــــــــــمتـــــــــي  ده

دمـــــــرګـــــــــــونـــــــــو ارزانــــــــي ده

*      *         *

جوړ دوینو دریابـــــــونه

خو سیندونه شوه ډاګونه

چینې جل وهلې ښکاري

ډوډی ناسته ګدائي ته

*       *       *

ټول وطن  "حسین  " " حسین "   دی

         هر جنګریز " یزید"  " یزید "  دی

                  دغضب اوري اورونـــــــه

                               قتلوي د"حسین" ورونــــــه

                                     یـــــزیدان ورته نڅیـــــــــــږي

                                  دآسمان زړه نه سړیــــــــــــږي

 

دوحشت په توپانو کې

دانسان بیړې ډوبیــــــږي

نوحه  ژرشه جوړې واخله

دعالم تخم ورکیـــږي

جوړ دوینو دریابـــونه

خو سیندونه شوه ډاګونه

چینې جل وهلې ښــــکاري

ډوډی ناسته ګدائې تـــــــه

ننګ

2000/07/23

د شاعر نور شعرونه ←