افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
کلی دی وران نغري ساړه دي ژوندون کډه په شا
دلته په مړو لیوان ماړه دي ژوندون کډه پـــه شا
اسمـــان ددوه تیږو ترمنځه دی ورکړی وطــــــــن
خلـــــک غنم غوندې اوړه دي ژوندون کډه په شا
اوښــــکې شراب غم یې خمار لکه قسمت دشاعر
دلــړمون غوښې یې خواړه دي ژوندون کډه په شا
له لـــوږې مري له ژونده موړدی دغمونو مالت
کونــډه ترمنځ چاپیر واړه دي ژوندون کډه په شا
اتــه کلن ما شومان وینم مزدورۍ پســـــــې ورک
له دیــرشو بر ځوانان زاړه دي ژوندون کډه په شا
څوک به پیوند کړي دانصاف دشارګونو ریښــــې
ستم غوڅ کړي په چاړه دي ژوندون کډه په شــــا
« دننګ » په خاوره به بیا جوړشي دبریو څـــــلې
ډیر ارمانونه یې په زړه دي ژوندون کډه يه شـــــا
جولای 2005