د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي صدیق ننګ شعرونه

غزل

په موږ ناوخــــتــــــه وه غرمه وه خوب مونه ‌ؤ پوره

وخت مواخیستــــــــــې جنازه وه خوب مو نه ؤپوره

خلک دملا په اذان تــــلــــلــــــــــــي وه دلمر کلي ته

په موږه ورځ هم لکه شپه وه خــــــوب مو نه ؤ پوره

موږه ژوندو ته مرثیې ، مړوتــــــــــــه سندرې کړې

ځکه بې سُره مو نغمه وه خوب مـــــــــــــــونه ؤپوره

سپرلی خوراغی هرکلي ته ئې څوک ونـــــــــــه وتل

ویده مو کلی او دیره وه خوب مو نه ؤپــــــــــــــــوره

لامې روښانه په خاطر کې دي خوږې خـــــــــاطــرې

سپوږمۍ زما غیږ کې ویده وه خوب مو نه ؤ پـوره

چې مو په وینو هم رڼا  نه شوې تیارې جونـــګـــړې

زموږه برخه څه سپیره  وه خوب مو نه ؤ پـــــــــــــوره

«  ننګه  » نور بس کړه راته مه سپړه  اشنا دردونــه

داخو زموږ دژوند کیسه وه خوب مو نه ؤ پـــــــوره

05  /  02  / 23

دنمارک

د شاعر نور شعرونه ←