د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي صدیق ننګ شعرونه

غزل

په یورپ کــــــــې دستـــــــرګـــــــــــــو دجهان دپاسه

دخیال باز ته مې ګوره داسمان دبـــــــــــــــام دپاسه

تر عرشه پورې رسي لوړ مقام دسړیــــــــــتـــــــــوب

پَر سوزي دمَلَکو دانسان دبام دپـــــــــــــاســـــــــــــه

دمینې تبلیغې  دی وعظ کوي په مینه مــــــــیـــــنه

دزړه په منبر ناست دی  دایمان دبام دپـــــــــاســــــه

روزګاره  بې روزګاره چې  دې وخیژول غــــــــروتــه

راښکته به کړي څوک دالیونیان دبام دپا ســـــــــــه

اختــــیــــار درڼا ګانوکه خدای  ماته کړي عطـــــــــأ

دالمر سپوږمې به میخ کړم دافغان دبام دپـــــــاسه

د« ننګ» دلیونۍ مینې مستي وه چې ئې مات کړل

بنګړي  ستا په پالنګ کې ددالان دبام دپاســــــــــــه

05 /08 / 24

د شاعر نور شعرونه ←