د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي صدیق ننګ شعرونه

غزل

فلکه ورانه دې شــــــــــــه  خونه رانه غواړې څه نور

کډه په شا سپیره ژونـــــــــدونه رانه غواړې څه نور

اوس د ټنیو د ګریوان تــــــپـــــــــوس له چا نه وکړم

بې له تا څوک لرم جنونه را نــــــــــه غــواړې څه نور

ته مې د خولې پیښې کوه زه بـــــــــــه دی مړی ژاړم

زما نادان وروره پښتونه را نه غـــــــــــواړې څه نور

د وصال کلي ته مې پریږده د ارمــــــــان جنـــــــــازه

خاورې پرې واړوه بیلتونه رانه غواړې څـــــــه نور

شرنګ د زنځیر مې اعتراض دی د تقدیر پـه مقام

ګډ په غوغا دي زندانونه رانه غواړې څــــــــه نور

ننګه موسکا دې خوره نشوه د غزل په شــــونـــــډو

بـــــس دی نور مه چیړه غمونه رانه غواړې څـه نور

مې ۲۰۰۵ 

ډنمارک

د شاعر نور شعرونه ←