د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي صدیق ننګ شعرونه

غزل

د زړه بلبل مې پـــــــــریښوده بوستان په مینه مینه

کرلي چا په زلفـــــــــــــو کـــــــې گلان په مینه مینه

له مخه یې شمال لوپــــــــټـــــــــه وړې مــــاذیګر وه

د ګرانې دیدن ما وکړ ارزان په مــــیــــنـــــــه میـــنه

دا تورو شپو کـــــــې ګرځي د ښایست اور اورکې؟

که سیوري ته د زلـــــــــفو شو پیزوان په مینه مینه

بیګا شپه د وصال وه مــــــــــا د یــــــــــاره ســــره گډه

پرې ايښی په زړه نه دی هیڅ ارمان په مــــینه مینه

ننګ پټه کړه په غیږ کې څوارلسمه وه سپـــوږمۍ

اسمان ته څله ګوري ساداگان په مینه مـــــیـــــنــــه

05/08/24

ډنمارک

د شاعر نور شعرونه ←