د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي عبدالملک بیکسیارشعرونه

غزل

ورځـــم کــــوم يــــار تــــه منــــت چــې چاړه را کاږي نور
ژوندون ته څه مـــې ضــــرورت چې چـــاړه را کاږي نور


راغلم ختيز ته تر لوېـــديـــزه انــــسان ومـــې نـــه مـوند
له انسانيـــته مــــې نـــفــــرت چــــې چـــاړه را کاږي نور


راته تر څــــو بــــه وخـــــت ايـــستلې تــــوره سرته ولاړ؟
درېغه چـــې وکــــړي دا همــــت چـــې چاړه را کاږي نور


خيال خو مې نه شي چې به يــار لـــه قصده نه مې وژني
که داسې وي هم له غفلت چـــې چـــــاړه را کــــاږي نــور


ورشـــه ريــــباره يـــــار تـــــــه و رســـــوه دغـــــه پيــــغام
تېــــــر يـــــې لــــه ميــنې له الفت چې چاړه را کاږي نور


پــــه واټــــنونــــــو رانـــــه لـــــــرې يـار سره مې نور څه؟
ورځـــم يــــواځــــــې پـــه دې نيت چې چاړه را کاږي نور


ما بېکسيار خــــون ور بخــښلى اوس رقيب که نر شي
او يــــوڅــــــه وکــــړي جـــرئـــت چــې چاړه را کاږي نور

د شاعر نور شعرونه ←