د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي عبدالملک بیکسیارشعرونه

غزل

خبر بې نه راځــــي تــــش يــــاد بــــې مســـلې جــوړوي
په گونگه ژبه شور فـــــــريــــاد يــــې مـــسلې جوړوي

ژوندون د گلو يوه څانگه ده چې څــــوک بـــاندې پوه
د اوږده لــــــــنډ دغــــــه معـــــياد يـــې مسلې جوړوي

زړه ته مې سر لوڅ کړ چې هر څه هر څه کړه لږ پـه تول
داســــې د ميــــنې اعتــــــياد يـــــې مســـلې جـــوړوي

خيام د ټولې ميکدې قــــايـــــد بـــه وې خــوره شراب
خو دا يـــې هــــم وې از د يــــاد يــــې مســــلې جوړوي

ميــــنه لــــه مخــــې بـــېـــکسياره! ده ســـــاده خـــــبره
مــــانـــــا يــــې سختــــه ده بــنـيـاد يـې مسلې جوړوي

د شاعر نور شعرونه ←