د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي عبدالملک بیکسیارشعرونه

غزل

تل د پـــــردو پــــه شــــان دېـره کې اوسو

د ژوند په داسې هـــدېـــره کــــــــې اوسو

 

د وخت قاتل نظر نه بــــچ کـــــــله شــــــوو

هر څو، کــه بــره تــــــاتـــــره کــــــې اوسو

 

د زلمو پـــېغلــــو یــې مــرګـی په قسمت

اشنا په داســــــې غمـــــــدره کـــې اوسـو

 

ژوند چاراکړی دروېــــــزه کـــــې نــــه دی

ټولې نړۍ ته ورښــــــــکاره کــې اوســـــو

 

د وخت په ټنډه کـــــرښــــې ولـې شي را؟

موږ که "میوند " که " ګلدره" کې اوسو

 

لا به "وطن " اشنـــــا پــــه خوله نه راوړو

لا چې د "ځان " په پنچــــره کــــې اوســـو

 

لابیکسیاره مـــــــرګ پــــه ګـــاڼــــو ولو!

لا خو د ژوند په نـــنــــداره کــــــې اوســو

د شاعر نور شعرونه ←