د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي عبدالملک بیکسیارشعرونه

سترګی

داهغــــه زمـــــا دی کـــــه پــــــــرۍ سترګي

ستا په راتلو ښکاري ليــــــونــــۍ سترګي

پریږده چي مي زړه شي په دیــــــدن تـــسل

لږی نوري واړوه سپـــــوږمـــــۍ ستـرګـــي

نن کتو کتــــــو کـــــي دي انـــــکار ویــــــنم

څه  دی شوي ګل مخي پرونۍ ستــــرګــي

ولـــــــي بــــــه وړي وړي ســــــلګۍ نــــکړم

دی په زړه مــــي لیک ستا وړکي سترکۍ

زه  تري  پټ  پـــــټانــــي پــرونـــۍ غـــواړم

څه او څه دي وايــــــــی نـــنـــــۍ ستــــرګـي

هیر به بیکسیار نه شي اشـــــــــنا کــــــــــله

برند ساده کاته اوســــادکــــۍ ستــــرګـــي

د شاعر نور شعرونه ←