افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
راته چي ګوري غلي غلي دګودر په غاړه
زمااجل ته يې منلي دګودر په غاړه
زړګيه ته يې په کومو ليونو کي حساب
ډير ليوني تلي راغلي دګودر په غاړه
دخيال دنيا کي لاهم جوړ نه شول له کاڼو اوښکو
دچاپه ياد کي اوچت چلي دګودر په غاړه
ځان او جهان به کړمه هير خورانه هير به نه شي
هغه چي تاراته کتلي دګودر په غاړه
داد خندا بازار چي هر مازيګر سور او شين وي
ډير ژړولي خندولي دګودر په غاړه
زړه يې بايللی بيکسيار چي له هر چازړه غواړي
دعشق جوارۍ ته يې دانګلي دکودر په غاړه