د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي عبدالملک بیکسیارشعرونه

خون

نـــه خــــوښ يــــم، نــــه خپـــــه، دا څــرنـــــــګه ژوندون دي

داهم په څه حساب به وي، داهـــــم خــــوڅــــه مضمون دي

دابــــرکــودر کــــي لمــــرولاړوډوب شــــــــو، بـيرته راغي

زه لاډوب په يو ورک خيال کي څه ښکلي سبـــــــاوون دي

دژوند له غمه چا به پـــــتولــــــــم شــــــــعر بـــــه چيـــرتـــــه

رنګين د يو چا خيال مي د شــــــډلـــــوســـوچـو شپون دي

سبا لا هم روژه ده، لاهــــــــم چــــښل اوخـــــوړل بــــنــد دي

داهم دي بس په کي وي،لــــه مـــرګــــي کله خلا صون دي

دامينه هم عجيبه بــــس کـــــټ مـــــټ لــــــکه د شــــــــــعر

چي څومره تري نه ځان ســــاتـــي، همغومره راښکون دي

تـــري لــــري لــــري ګــــرځـــي اي يـــارانــــو هـــوښيارانــو

دربــــانـــــــــــدي هسي نه شي، بيکسيار  نا حقهخون دي

د شاعر نور شعرونه ←