د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي اسدالله زمری شعرونه

زمری او هوسۍ

یو ځلي بیا راشه  د زړه خونه  رڼـــــــه کــــــړه زمــــا
ډکه له ستورو او سپوږمۍ نه راته شپه کــړه زمــــا

 

زه دژونــــــــدون د تــــــــــوفــــانـــونـــودڅپـــوځپلی
ساحل د مینې مې شــــــه ، هیره   دا   څپه  کړه زما


د خپل ښایست د پــــــــــلوشو او  ولولو په غیږ کې
محوه وجود کړه زما ، ورکـــــــــــه اندیښنه کړه زما


د هیلو   بزم کې مې نشته  ده  دهـــــــیلو ســـــــــــرود
آواز دی پورته کړه او ګرمه ترانــــــــه کــــــــړه زمـــا


جنت د وصل نه ، طعنه ورکړه فردوس ته خـــــدای
حور او غلمان مې شه او غلې تلوسه کړه زمـــــــــــا


د لیونتوب انګازې ښکاري چې ځنځیر مـــــاتوی
مینه رسوا کړه،دجنون  جوړه پــــــلمه کـــــــــړه زما


ته به تر څو پوری هوسۍ او زه زمری واوســــــــمه
خواته مې راشه  ترییدلې، لږ دمـــــــه کـــــــــړه زما

اکتوبر ۲۰۰۶

د شاعر نور شعرونه ←