افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
غواړی چې انګورو نه شراب جوړ کړې؟
څــنګه دې تر خې کړلې خوږی ستر ګې!
هــر نــظــر ئــې ژونـــد بــخـښي بسملوته
دم دمسیحــــالـــري ستــامــړې ستــرګې
تـــورې کــه دی وروځي دي، باڼــه غشي
زړه مــــې مـــدام غواړي دافتنې سترګې
لـــنــډئې لــه حسرتــه شي ژوندون د ګل
پــټــې تـــري ساتـه خپلې غنچې سترګې
سل ژبــــې پــیـــداکــړي راز دمینــې تـــه
ووائي هـــرڅـــه پـــټـــې خـــوږې سترګې
تل چې زنګوي زمرې د خــیــــال په ټـــال
تــــل دوي روښــانـــه ستالمبــې سترګې