افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
یاران
څومره ډیردې چي یاران وي
هومره ډیربه دي زړه وران وي
هغه ته چې پرې حساب کړي
هماغه به دي پرزیان وي
له د ي خپلو پردي ډیرښه
پردي ډیرډیر مهربان وي
یوه ورځ به راشي ښکلیه!
دا ځواني به دي خزان وي
داسي خوب وینم اغیاره
زما لاس او ستا ګریوان وي
کامه وال به څنګه زوړ شي
چي پرښکلو یي ګزران وي
لندن ۲۰۱۵