د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي صديق پسرلي شعرونه

غزل

بيا دې درشل ته غلی غلی درځم
ستړی فرياد تر لاس نيولی درځم

د ناز محفل ته دې د شمې غوندې
پخپلو اوښکو ، لمبيدلی درځم

فشار د مينې لکه سيوری کړم ټيټ
د استغنا تر پاڼ لوېدلی درځم

په پټې خولې کې مې دي ډيرې چيغې
يو غوښتنليک يم او ليکلی درځم

لويي يې بولې که پستي لکه لمر
په لاره سر تندی موښلی درځم

لکه د غرو اوبه چې اوړي په سر
زۀ هم له شوقه هسې ښکلی درځم

لکه چې ته مې راځې خوب کې ښکلې
درځم بل چانه يم ليدلی درځم

لکه نشه چې راځي بيرته راځه
لکه خمار به زړۀ خوړلی درځم

د شاعر نور شعرونه ←