د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي صديق پسرلي شعرونه

غزل

راشه او په زړۀ مې پلونه نوي د يادونو کړه
رګ رګ مې د نی غوندې لبريز له فريادونو کړه

داسې ښکلی زړۀ چې هره هيله بوټولی شي
چا درته ويل چې ګورستان د مرادونو کړه ؟

ستا لپاره سوی ، ستا لپاره پکې سوځو موږ
سور دوزخ مو ربه شين جنت د هيوادونو کړه

شمې ! چې په سويو پتنګانو رڼا اچوې
زما سوې کيسه يې سر اغاز د رويدادونو کړه

اوس به چا ته ژاړم څنګه وژاړم پسرليه زۀ
خونه مې راورانه چې د حسن بيدادونو کړه

د شاعر نور شعرونه ←