د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي صديق پسرلي شعرونه

غزل

مينې درته وتړلم ستا د درګاه سيوری شوم
تور راپورې ښه شو اوس ايله د مطلب توری شوم

تېرو خاطرو کې دې مرموزې موسکا واخيستم
شوق مې وزر وټپول ما چې ويل ستوری شوم

دومره ژر دې مه غواړه راکړی تصور ښکلې !
کور دې د اړتيا خراب شي ځکه خو بد پوری شوم

عطر د ګلونو شوې په هره خوا روانه يې
ما پورې رانغلې اخر زۀ غريب کوم لوری شوم ؟

چا يې يم ليدلی د بڼو سيوري ته غږ وکړئ
شپې مې روڼولې ورته ځکه نامه توری شوم

درست عمر پسرليه ما د زړۀ وينې رودلي دي
بيا هم نپوهيږم خدای خبر څنګه وچ موری شوم ؟

د شاعر نور شعرونه ←