د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي صديق پسرلي شعرونه

غزل

ای ، ا ی دژوند نشی له ښکلی تا که مه راځه

یا مسته کړه دنیا ، یا خو بیباکه مـــــــه راځـه

له لاسه که تقوا دپتنګ  نه لاهــو کـــــــــــوی

راځه  ، خو لکه شمه عر قناکه مــــه راځــــــــه

وحشې غرڅنۍ نه یې ولی شاوخواته ګوری

دناز دسبا ستوری یې شکا که مــــه راځــــــه

سرونه دښایست دادا ګانو سپیلنــــی کــــــړه

داچا درته ویلی چی ټولواکه مـــــه راځــــــــــه

ملا په تور دمینی له اسلامــه وایـــــــســتمــــه

زما لیونــی زړه اوس له ویسا که مــــه راځــــــه

دصبر سینه مه څیــره دګل غونـــدی پـــــه مــــــا

محفل ته درندانو ګریوه چــــا که مــــه راځــــــــه

که نه غواړی پسرلی څخه سجـدی دبـــنــــدګی

راځه ، دومره می پورتـــه له ادرکه مه راځــــــــه

د شاعر نور شعرونه ←