د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي صديق پسرلي شعرونه

غزل

قدم چی چير ته اخلم پل په پل دی يادوم

د سين غوندی غنګۍوهم او تل دی يادوم

ګلشن کښی که هم ګر  ځمه مقصد می ته بې ، ته بې

بورا دی کړمه مينی ګل په ګل دی يادوم

بيګا می ليد د مينی د وفا اجر په خوب

په خلد کي يم د حورو او  در شل دی يادوم

پيوند دی لکه ميخ چی په څتګ وهلی کيږي

هر ځل تر پخوا تينګ شي چی هر ځل دی يادوم

تر اور به سوځو نکی لوګی  نه وي چا ليدلی

په زړه می سور اور بل شي چی اوربل دی يادوم

وطنه يادوم دی په هر نوم به هر عنوان

فرخار دی يادوم او که کابل دی يادوم

په ذهن کی می يو يو بهار ريدي شي ګريوه چاک

شهيده چی په وينو سور مورچل دی يادوم

د مخ تر ښکلا ډير کم نه دی حسن د هنر

 پسر ليه»  ليونيه په غزل دی يادوم  »

د شاعر نور شعرونه ←