د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي صديق پسرلي شعرونه

۱۳۶۸ حوت

زړه له اميدونو لکه ډکه پيمانه غواړم

سترګی حسن بينی او دمينی خزانه غواړم

شور لکه د غرونو د سين بويه نه مستي دمی

ټول عمر په خوله باندی يوه مسته  ترانه غواړم

خوب وخيال شي ژوند چی حقيقت نه وينی نه اوري

خوب چی رانه واخلي يوه داسی افسانه غواړم

سر چی يې له جامه را اوچت کړی د سوما بوټی

بيا د هندو کش په خوا کی   هفه ميخانه غواړم

بل زړه می له شمو رڼا نه غواړی په شپه کی هم

خواته د مړې شمی وزر سوې پروانه غواړم

وامی خستل ايښی خلي بيرته چنارونو نه

ځم لکه پتنګ به سرو لبو کی اشيانه غواړم

پل د ورک مجنون وم «پسرليه» په پرته صحرا

چا چی پيژند لی وه ځان،هغه فرزانه غوارم

د شاعر نور شعرونه ←