افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
کال
ما چی وی ځوانی می په ستنه راتله
ستا په خورو شونډو چی پلمه راتله
لطف یې دنګاه له سده وړی وم
څنګه به په خوله ورته شکوه راتله
درسته شپه می هیله چورلیده په زړه
خواته دسری شمی پروانه راتله
څومره به ستومانه وی دخیال پری
درسته شپه می سوی زړه ته تله راتله
سیوری یې دزلفو چی پری ولویدو
اوښکو ډیوی بلی کړی چی شپه راتله
څومره خاطر خواه یې ایښود پل په ناز
ماچی ویل سرته می نشه راتله
خوب می لید «پسرلیه» ځی راځی ښکلی
څومره چی کیدای شی ښایسته راتله