د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
علامه عبدالحۍ حبيبي شعرونه

راځه چي ځو د عشق نغرې ننگوو

زه دښکلاپه انــــــــــگازوپســـــــــــې ځــــــم
په سپين تندي توروپيــــــــکوپـــــــسې ځم
د مينتوب  نارې ســــــــــوري مــــي خوښي
په  چاودوزړونواوسيـــــــــلو پــــــــسېځم
چا وې چه زړه کړه خپـــــــــله ميـــــنه هيــــره
چاچي هيـــــــــرکــــــــړي يــم هغــو پسې ځم
دآشنايـــــي پـــه ليــــــــــونـــــتوب مي قسم
 ليونى نــــــه يــــــــم چــــي پــــــردوپسېځم
دبل پيرزودبـــــــــل ښهــــــــانـــــه څـــه کـړم
 ستاپـــــــهجــــــفا نــــــاز ونخــــروپسې ځم
ليــــــــونـــــۍميـــــنه ســــدلــــه سره بيايي
يمه هــــــــوښيارخو ليــــــــونـــــــو پسې ځم
مخ مي گريږي،لـــــــه حرمـــــــــه تـــــا تــــــه
 هيــــــواده  ستـــا پـــــــاکي ورشوپسېځم
يمه پـــــه يــــــــادودي د ورځــــــي ژونـــدى
چي شپه شي بيا دي انديښنو پــــسې ځـــم
 راځـــــه  چـــــــي ځود عشق نــغرې ننــگوو
زړه زه پـــــــه  بــــلـــــوانگــــــازوپسې ځـــــم
د شاعر نور شعرونه ←