د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
علامه عبدالحۍ حبيبي شعرونه

وننگياليو پلرو ته ږغ

ابو الفتحه! سر که پورته

ميوندي! قلم را واخله

اې محموده! را ولاړ سه

د بري علم را واخله

احمد شاه! سترگي که روڼي

ذوالفقار دي سم را واخله

ميرويس خانه! زموږ خوا ته

په الطاف قدم را واخله

مگر ستاسي روح په موږ کي، د ژوندون احساس پيدا کړي

بيا د علم جنډې لوړي، پښتون قام نشو و نما کړي

اې شير شاهه! يوار گوره

له سهسرامه و دې خوا ته

اې خوشحاله ! نظر وکړه

پښتون پروت دي خوا و شا ته

د مهمند و نام ورو

چي مو علم کي را زياته

د پښتون قام مشرانو

تاسي لاړاست موږ يو پاته

نن خو ستاسي کار نامې دي، چي به زموږ د ژوند اساس وي

که مو دا لاره کړه ټينگه، نو پښتون به ضرور پاس وي

د شاعر نور شعرونه ←