افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
پسرلى
بيا له بڼه پورته کيږي ښه ږغـــــــــــــــــــــونــــه
ته وا راغـــــــــــله د بــــــــلبــــــــــــلو بهــــــيرونه
بڼ زرغون سو، غر زرغون له پسرلي سو
ونو ځان کړ آراسته په پــــــــــسولــــــــونـــــو
دا د غرونو په لمنو کـــــــــــــي لالـــــــــه دي؟
که پراته دي شهيدان ســـــــــــــره کـــفـــونه
د ختن کاروان پر دې بيديا تيـــــــريـــږي
"که راغلي دي د مښکو کاروانــــــــونه"
زلمو جونو توري څڼي خپرې کــــــــړې
که پراته دي، د لونگو درمنـــــــــــدونه