افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
زوړ عظمت
زه له وروره سره کښينم
لاس تر غاړه ئې خواله کړم
بيا نو وړاندي و دنيا ته
د لوړتيا زړه نقشه کړم
د شير شاه قدر شي نوي
چه را ياده بنگاله کړم
د ايشيا په منځ کي بل وار
د احمد په دود ناره کړم
د غوري داستان شي نوي، د غزني دوران شي نوي
مړې ايرې مي بيرته اور شي، زمانه څراغ روښان شي نوي