د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ارواښاد اسحاق ننګيال شعرونه

انګازې

چوپه چو پتېاده
لارې  چوپې دي، کوڅې چوپي دي
چر ګانو نارې نکړې
ملا آذان ونکړ
 
*  *  *
داڅه سهار دي؟
چې له يوه کوره يو غږ
د يوه ورد خلاصيدلوونه خوت
چر ګانو نارې نکړې
ملا آذان ونکړ
 
*  *  *
واټونه تش دي
دسوالګروماشومانو
پرې نازکې چغي پلنې نه شوې
چر ګانو نارې نکړې
ملا آذان ونکړ
*  *  *
خو يو غږاورم،
يو غږ وينم،
يو غږ څښم
چې مې به ذهن کې ژړيږي
انګازې کوي
په ماته ژبه وايي راته:
کارغان راغلل
کارغان راغلل
کارغان تورې غاړې راغلل
واي! زموږ د باغ ګلونه
وای داونې، دافصلونه
 
کابل
د شاعر نور شعرونه ←