د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ارواښاد غني خان شعرونه

ګډ ی وډی

عقل ترینه ږیری وخـــــوړ       خیـــــټې تری ایمان وخوړ

ګــوره په وربشوکښـــــې       خـــره لأل دبـدخشان وخوړ

ګــوړه یې نه خـــــرسیږې        خوارلاله دغمه ځان وخوړ

قبــــــض شـــــو دآ صیب         ډیرې هنـــدوستان وخوړ

ځارشـــــم دلیډر کولمو         خیټه یې دښــــــــکلولوده

چا مهار چا اوښ وخوړ          او ده واړه کاروان وخوړ

کوڼ ملا شهـــــــید دې          په مـــزار یې ډیوه بله کړه

 مړۍ وؤکم شوې خوار          د لـــــــــوږې نه قرآن وخړ

              ځه دلیونې د مــــــــــــــرض

                خـــــــوشـــــې دارومــه کوه

                 غم دمرګ غــورځنګ دزړه

                  ستـــــرګــــــو دجانان وخوړ

د شاعر نور شعرونه ←